ایکنا خبری آژانس راپور راکړ،د اربعین د نړیوالې اومې جایزې په پایزو او د اتم پړاؤ د پیلیدا افتتاح کیدونکي دستورې نن سهار له لسو بجو تر دولس بجو پورې په تهران کې د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ا دارې په کمپلیکس کې په الزهرا امامباړې کې ترسره شوې .
په دغو دستورو کې د ایران د اسلامي ارشاد او کلتور وزیر ،او دغه راز د هیواد نورو لوړپوړو کلتوری شخصیّتونو او مسئولانو هم ګډون درلود او د اربعین د اومې نړیوالې جایزې د ګټونکو ستاینه وشوه او دغه دستورې هم د روغتیائي پروټوکولونو په اساس ترسره شوې .
د ایران د اسلامی ارتباطاتو او فرهنګ د ادارې مشر حجةالاسلام ایماني پور په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې په دې خبرې په کولو سره چې په مخکینیو کلونو کې د اربعین د جایزې پایزې دستورې د اربعیّن په شپو ورځو کې ترسره کیدې ، او سږکال د کرونائي بحران له امله دمشکلاتو په دلیل ځنډول شوي دي ، ووئيل ، دې ته په پام سره ، چې نن شپه دحضرت زینب سلام الله علیها د وفات شپه ده او له ا ربعیّن سره د هغې بزرګوارې د نزدیوالي ځانګړنې نندارې ته وړاندې شوي ، په دغې ورځې پایزې دستورې ترسره شوي دي .
هغه همداراز په د زیارتوالو د لاکم سفر او د کرونائي مشکلاتو سره سره،په دغو سیالیو کې د نړۍ د ۲۴هیوادونو د ګروهمنو بې مخینې هرکلي ته په اشارې سره هم ووئيل ،سږکال سکریټریټ ته ډير زیات فلمونه ، عکسونه او سفرنامې او داسې نور ځيني پروګرامونه لیږدول شوي دي .
په دغو دستورو کې د ایران داسلامی ارشاد او فرهنګ وزیر اسماعیلي په دغو دستورو کې د اربعیّن د نړیوالې جایزې د ترسره کونکو مسئولانو په مننې سره ووئيل ، دخداي منندوي یوو چې د دیوه داسې مکتب پیروکار یوو چې هرڅه ئې له آل الله کاملو انسانانو له یاد او نامې سره غوټه خوړلې ده .